د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر جو بايډن د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار انلاين خبرې وکړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې په اشارې وويل، چې دا په تاريخ کې د امريکا او چين د مشرانو تر منځ لومړۍ انلاين خبرې وې.
جاو لي جيان وويل، د دواړو مشرانو تر منځ يادو خبرو درې نيم ساعته دوام وکړ او دواړو مشرانو د چين او امريکا تر منځ د اړيکو پر اهميت ټينګار وکړ او موافقه يې وکړه، چې نوې سړه جګړه به نه رامنځته نه کوي.
جاو لي جيان وويل، شي جين پينګ په دغو خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو درې اصول وړاندې کړی او و يې ويل، چې دواړه هېوادونه بايد د متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي.
شي جين پينګ وويل، چې چين او امريکا د لويو هېوادونو په توګه کولی شي، چې له اقليمي بدلون سره د مقاومت، عامې روغتيا، انرژۍ او صنعتي ځنځير په مسئلو کې هم رول ولوبوي، د ګډو ګټو او مساواتو پر بنسټ خپلمنځي راشه درشه پياوړې او موجود تضادونه کنټرول کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)