په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۵۳ ميليونو، ۶۴۰ زرو او ۶۹۳ تنو ته رسېدلی
cri2021-11-17 10:17:09
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۶مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۲۸ دقيقو پورې پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۴۲۷ زره او ۵۱۵ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۲۵۳ ميليونو، ۶۴۰ زرو او ۶۹۳ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغه ويروس له امله ۶۴۱۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۱۰۴ زرو او ۸۹۹ ته رسېدلی دی. (هيله)