امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زياتې منفي اغېزې رامنځته کړي
CMG2021-11-17 16:27:21
شريکول:

په بېجينګ کې د نومبر په اوولسمه نېټه د شينجيانګ مسئلې په اړه ۶۰ مه مطبوعاتي ناسته تر سره شوه. د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومتي ادارې وياند شيو ګوې شيانګ په دغه ناسته کې وويل، چې چين د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د مسئلو او ستونزو د رېښې له منځه وړلو ستراتيژي غوره کړې او په مبارزه کې يې د ترهګريزو ډلو ضد د مقابلې او د ترهګرۍ د سرچينو د له منځه وړلو په دواړو برخو کې هڅې کړې دي، خو امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له زور څخه ناوړه او افراطي استفاده کړې او دغه کړنه يې د نويو ترهګريزو ډلو د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلې ده.

د سولې او پخلاينې په نوم د جنيوا څېړنيز مرکز يوه څېړنه ښيي، چې امريکا له تېرو شلو کلونو راهيسې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برياليتوب نه دي تر سره کړي، بلکې زياتې کړنې يې د ترهګرۍ او د ترهګريزو ډلو د فعاليت د هڅولو سبب ګرځېدلې دي. د شمېرنې له مخې، په افغانستان کې د امريکا د جګړې له پيل مخکې د ګوتو په شمېر ترهګريزې ډلې موجودې وې، خو له دغې جګړې وروسته يې شمېر تر شلو هم زيات شوی او نژدې لس زره بهرني ترهګر دغه هېواد ته ننوتلي دي. د ترهګرۍ ضد د امريکا ناکامې پاليسۍ د دغه هېواد پر ملګرو هم منفي اغېزې کړې دي. داعش او القاعدې له تېرو څو کلونو راهيسې نه يوازې په منځني ختيځ کې بيا فعالې شوي، بلکې په اروپايي هېواودنو کې يې هم زيات ترهګريز بريدونه کړي دي. د دې تر څنګ، د ترهګرۍ ضد د امريکا د جګړو له امله اروپا د کډوالو له کړکېچ سره مخ ده.