د چين په شينجيانګ کې د خلکو ښه ژوند د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې لپاره مهم رول لوبوي
CMG2021-11-17 16:18:31
شريکول:

    د چين د شينجیانګ د اويغور کورواکې سيمې اداري حکومت په بېجينګ کې د نومبر په ۱۷مه نېټه د شينجيانګ مسئلې په اړه ۶۰مه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د شينجيانګ د ځايي حکومت وياند شيو ګوې شيانګ په دغه غونډه کې وويل، چې دغه حکومت د بېلا بېلو قومونو د ژوند، روغتيا او پرمختګ د حقه حقوقو د ساتلو او د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې لپاره يو لړ جدي او قوي تدبيرونه نيولي دي. د دغو تدبيرونو په رڼا کې، په تېرو مسلسلو پنځو کلونو کې په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پېښه نده رامنځته شوې. 

  په تېرو څو کلونو کې، د شينجيانګ ځايي حکومت د خلکو ژوند ښه والي ته ډېره پاملرنه کړې او په تېرو څو مسلسلو کلونو کې يې د مالي لګښتونو ۷۰ سلنه برخه د روزګار، ښوونې، طب، ټولنيزو بيمو او هستوګنې په شمول ځېنو ساحو کې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره لګولې ده. 

  نوموړي په دغه غونډه کې وويل، چې د اوسني معيار له مخې، د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې څه باندې ۳ ميليونه ۶۴ زره او ۹ سوه کسان له شديدې بې وزلۍ څخه وتلي دي، چې دغه برياليتوب د شينجيانګ په څو زره کلن تاريخ کې بې ساری دی.