د شينجيانګ وچې ډوډۍ د لويدیځوالو درواغ رسوا کړل
CMG2021-11-18 15:01:34
شريکول:

د چين په شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې کې تېره اوونۍ يوه لارۍ چې پکې د ايلي ناحيې يو ميليون وچه ډوډۍ بار وه، له غورګوس بندر څخه د روسيې په لور وخوځېده. دا لومړی ځل دی، چې شينجيانګ اروپايي بازار ته وچه ډوډۍ صادروي. د وچې ډوډۍ سوداګر وايي، چې روسي مشتريانو هغه ته د زياتې وچې ډوډۍ د اخيستلو سپارښتنه کړې ده.

نوی بازار نوي فرصتونه رامنځته کوي

 د شينجيانګ ايلي ناحيې پدې وروستيو دوو کلونو کې منځنۍ اسيا ته ډېره وچه ډوډۍ صادره کړې او دا د يو کمربند او يوې لارې د ګړندي پرمختګ ښکارندويي کوي.

په چين کې د ارجنټاین سفير سابينو واکا نرواجا د ۲۰۲۱م کال د چين د شينجيانګ پرمختګ فورم ته په وينا کې وويل، چې هغه د شينجيانګ له ډېرو تصديو څخه ليدنه کړې او هلته يې ډېر خوندور خوراکونه کړي دي، نوموړي د خوندورو خوراکونو نومونه ياد کړل او ويې ويل، چې هلته يې د پسه غوښه، مېوې، سبزي او خوندوره وچه ډوډۍ خوړلې او د دې سيمې سمسورتيا يې له نږدې ليدلې ده. نوموړي زیاته کړه، چې شينجيانګ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره مهم رول لوبولی او هيله يې وښوده، چې زيات خلک شينجيانګ ته ولاړ شي او د دې سيمې رښتينی وضعيت له نږدې وګوري.

په یاد فورم کې ډېرو نورو ګډونوالو هم د شينجيانګ د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او ورخلاصون يې د دغې سيمې د پرمختګ مهم لامل وباله.

د چين حکومت په ۲۰۱۵م کال کې شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اوږدو کې د مرکزي برخې په توګه وټاکه، اوس دغه سيمه د یو کمربند او یوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او ترانسپورټ مهم دهليز ګرځېدلی او د لويديځ پر لور يې د چين د ورخلاصون لپاره هم مهم رول لوبولی دی.

په چين کې د لاوس سفيرې کنباو نتاون وايي، شينجيانګ د عصري ترانسپورټي سيستم یوه کړکۍ ګرځېدلې او نړيوالو ته یې د چين د لويديځې برخې بڼه څرګنده کړې ده.

د چين او اروپا ترمنځ باروړونکي اورګادي د شينجيانګ د ورخلاصون او د دې سيمې د ځمکنيو بندرونو سمسورتيا منعکسوي.

د چين او اروپا ترمنځ يو باروړونکی اورګاډی څو ورځې مخکې د شينجيانګ له الاشان بندر څخه د جرمني پر لور وخوځېده او دا په روان کال کې د چين او اروپا ترمنځ ۵۰۰۰م باروړونکی اورګاډی و، چې له ياد بندر څخه تېر شو.

شینجيانګ تراوسه د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه له کابو ۵۰ هېوادونو او سیمو سره په ګډې همکارۍ پروژې پیل کړې دي.

د شينجيانګ اوسېدونکو د ورخلاصون له تګلارو څخه ډېرې ګټې پورته کړې دي. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د دغې سيمې جي ډي پي ۱۱۳۹ ميليارډه او ۶۱۴ ميليونه يوانه ښودل شوې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۸.۸ زياتوالی ښيي.

يادو واقعيتونو د ځينو لويديځو سياستوالو هغه خبرې درواغجنې ثابتې کړي، چې وايي په شينجيانګ کې اوسېدونکي جبري کارونو ته اړ شوي او د توکم ختمولو له ګواښ سره مخامخ دي. فرانسوي ليکوال مېکسيم ويواس په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۸م کال کې دوه ځلې شينجيانګ ته سفر کړی او پدې سيمه کې يې له ډېرو فابريکو، ښوونځيو او کلتوري مرکزونو څخه ليدنه کړې ده. هغه شينجيانګ له انرژۍ څخه ډک ځای بولي او پدې باور دی، چې لويديځ د دې سيمې او يو کمربند او يوې لارې، آن د چين د پرمختګ مخه نيول غواړي.

په اروپا کې يوه اصطلاح ډېره کارول کيږي، چې وايي  نورو  تر کتلو مخکې خپله هندارې ته وګوره او  بڼه دې سمه کړه.

د چين حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې  په پار اغېزمن اقدامات غوره کړي او د ورخلاصون تګلارې يې پلې کړي، چې په دې سره يې خپلو خلکو ته هوسا ژوند برابر کړی دی.

لويديځ څه وکړل؟

 په امريکا کې لاهم د توکم پالنې او جبري کارونو پېښې ترسره کيږي.

چا بشري حقوق تضمين کړي او څوک يې تر پښو لاندې کوي؟

هر څوک دغه پوښتنو ته په اسانۍ ځواب پيدا کولی شي.