د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا له بې بنسټه انتقاد سره ټينګ مخالفت څرګند کړ
CMG2021-11-18 17:59:13
شريکول:

امريکا د نومبر په اوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې روسيه، چين او نور اته هېوادونه يې د مذهبي ازادۍ د څار په لېست کې شامل کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په اتلسمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د امريکا له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې د چين د مذهبي ازادۍ پر وضعيت بې بنسټه انتقادونه کوي.

نوموړي وويل، چې امريکا بايد خپلو کورنيو مسئلو ته په خلاصو سترګو وګوري، حيقيقت ته دې درناوی وکړي، تعصب دې ليري کړي او پر نورو هېوادونو د بې بنسټه تورونو له لګونو څخه دې لاس واخلي.