په شينجيانګ کې په تېرو مسلسلو پنځو کلونو کې د زورزياتي هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې
cri2021-11-18 11:24:28
شريکول:

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومتي وياند شيو ګوي شيانګ د نومبر په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين په وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد د مبارزې په پار اغيزمن اقتدامات غوره کړي او  په دې سيمه کې يې د پر له پسې ترهګريزو پېښو د رامنځته کېدو مخه نيولې ده. نوموړي وويل چې په تېرو مسلسلو پنځو کلونو کې په ياده سيمه کې د زورزياتۍ پېښې نه دي رامنځته شوي. چين د ترهګرۍ پر ضد په مبازره کې مثبت خدمتونه کړي او کوي يې.

د ښاغلي شيو ګوي شيانګ د معلوماتو له مخې د شينجيانګ ځايی حکومت د خلکو د ژوند ښه والي ته په درنه سترګه ګوري او په تېرو څو کلونو کې يې د استخدام، ښوونې، طب، ټولنيزې بيمې او ساختماني چارو په برخو کې د يو لړ پروژو په پلي کولو سره د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي لپاره ډېرې هڅې کړې دي.(غاټول)