امير خان متقي: امريکا بايد د افغانستان شتمني ازاده کړي
CMG2021-11-18 11:32:27
شريکول:

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د امريکا کانګرس ته په يوه ليک کې ليکلي، چې د افغانستان شتمني ازاده کړي.

نوموړي ويلي چې له هغه وخت راهيسې چې طالبانو او امريکا د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې په دوحه کې د سولې هوکړه لاسليک کړې، د دواړو خواوو تر منځ هېڅ شخړه نه ده شوې او اوس د پوځي مخالفت په حالت کې نه دي. امريکا بايد د افغانستان شتمني ازاده کړي تر څو په دغه هېواد کې د بشري بحران مخه ونيول شي.

(مينه)