د چين او روسيې د انرژۍ همکارۍ کمېټې ۱۸ مه غونډه تر سره شوه
CMG2021-11-18 11:28:14
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړي، مرستيال صدرعظم او د چين او روسيې تر منځ د انرژۍ همکارۍ کمېټې د چين منشي هان جنګ د نومبر په ۱۷ مه نېټه د روسيې له مرستيال صدراعظم او د دغې کمېټې د روسيې منشي ډينيس نواک سره په انلان ډول د دغې کمېټې د ۱۸ مې غونډې مشري وکړه.

هان جنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د انرژۍ همکارۍ په اړه درې وړانديزونه وکړل.

لومړۍ، دواړه هېوادونه دې د ذروي انرژۍ همکارۍ پياوړې کړي او د تېلو او ګاز پيپونو جوړول دې پرمخ بوزي.

دوهم، دواړه هېوادونه دې د نوې انرژۍ او د تخنيکي نوښت په شمول ځينو برخو کې همکارۍ وکړي.

دريېم، دواړه خواوې دې د نړيوالې انرژۍ موازي او ټولشموله سيستم ته پرمختګ ورکړي او د اقليم بدلون په برخه کې دې فعال خدمتونه وکړي.

نواک وويل چې روسيه غواړي له چين سره يو ځای د انرژۍ همکارۍ پياوړې او نورې هم ژورې کړي تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې پرمخ لارې شي.

(مينه)