په کابل کې دوه چاودنې وشوې
cri2021-11-18 11:20:47
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي د نومبر په ۱۷مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړ، چې د همدې ورځې په ماسپيښين د کابل په ۱۳مه حوزه کې په موټر کې چاودنه وشوه چې له امله يې يو عام وګړی وژل شوی او د درېيو ښځو په ګډون ۶ وګړي ټپيان شوي دي.

تر يادې چاودنې ۳۰ دقيقي وروسته، په ۳مه حوزه کې هم چاودنه وشوه، خو تر اوسه يې د مرګژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي او طالبانو يې هم په اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه کومې ډلې د يادو چاودنو پړه نه ده منلې. (شکريه)