د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۷ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۷ مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۸۴۰۴۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۵۴۲۵۶۴۳۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۱۱۲۴۶۱ ته رسېدلی چې د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۷۳۷۰ زيات شوی دی.
(مينه)