د سينهو اژانس د خبر له مخې، د جرمني د انټرنيټ چارو ادارې د نومبر په ۱۶مه نېټه د نارډ سټريم -۲ (Nord Stream - 2) پروژې د ګازو شرکتونو ته د اجازت نامو د ورکړې چارې وځنډولې.
د نارډ سټريم -۲ پروژه له روسيې څخه جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته د طبيعي ګازو د پايپ لين د غځولو چارې ترسره کوي.
د جرمني د انټرنيټ چارو اداره وايي، که د ګازو شرکتونه غواړي په دغې پروژې کې ګډون وکړي، نو لومړی بايد د دې ادارې اجازه تر لاسه کړي. (شکريه)