لي که چيانګ د نړيوال اقتصادي فورم د صنعتکارانو په ځانګړې ويډيوييغونډې کې ګډون وکړ
cri2021-11-18 11:08:29
شريکول:

د چین صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۱۶مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې په انلاين ډول د نړيوال اقتصادي فورم د صنعتکارانو په ځانګړې غونډې کې ګډون وکړ او د صنعتکارانو له استازو سره يې د نظريو تبادلې وکړې. د نړيوال اقتصادي فورم رئيس کلاوس مارتين سچواب د يادې غونډې مشري کوله او د څه باندې ۴۰ هېوادونو نژدې ۴۰۰ صنعتګرو پکې ګډون کړی و.

لي که چيانګ وويل چې له روان کال راهيسې د چين اقتصاد عمومي پرمختيايي حالت د اعادې کېدو په حال کې دی، خو لاهم له نويو ننګونو او فشارونو سره مخ دی. په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيایي هېواد په توګه د چين د اقتصاد د ښه کېدو حالت نه دی بدل شوی. نوموړي وويل چې اصلاحات او ورخلاصون د چين بنسټيزه تګلاره ګڼل کيږي. چين به د ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي، نړيواله همکارۍ به پرمخبوزي او د عادلانه سوداګريز چاپيريال او د پوهنې ملکيت حق د ساتلو لپاره به هڅې وکړي.(غاټول)