چين: د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ويډيويي ليدنې نړۍ ته ښه پيغام ورکړی
cri2021-11-18 11:19:46
شريکول:

د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو سلاکار جيک سوليون د بروکينګس انسټیټيوټ په سمينار کې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د ويډيويي ليدنې په هکله ويلي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په اند چين او امريکا په نړۍ کې د دوو تر ټولو مهمو هېوادونو په توګه د خپلمنځي اړيکو او د خپلو ډيپلوماتيکو تګلارو د ادارۍ په برخه کې ستر مسؤليت لري. دواړه هېوادونه به د بېلا بېلو کچو تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د کشالو مخه به ونيسي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۱۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د چين او امريکا مشران په دې اند دي، چې دغه ويډيويي ملاقات نړيوالو ته ښه پيغام ورکړی او دواړو خواوو موافقه کړې، چې له بېلا بېلو لارو چارو يو له بل سره نژدې اړيکې وساتي او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د دواړو هېوادونو او د نړۍ خلک ترې ګټې واخلي.(غاټول)