شي جين پينګ د اسرائيل له ولسمشر اسحاق هرتسگ سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-11-18 11:29:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۷مه نېټه د اسرائيل له ولسمشر اسحاق هرتسگ سره تليفوني خبرې وکړې.

رئيس شي جين پينګ   له ولسمشر اسحاق هرتسگ سره په تليفوني خبرو کې وويل چې چين له اسرائيلو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له اسرائيلو سره په راتلونکي کال کې  د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۰مې کاليزې څخه په استفادې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د هر اړخیزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو خلک يې ترې ګټې واخلي. چين هم غواړي چې د علمونو، تخنيک، کرنې او روغتيا چارو په برخو کې له دغه هېواد سره همکارۍ پياوړې کړي او د کلتور، ښوونې، سيلانۍ او سپورټ په برخو کې ور سره خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ بنسټ نور هم ټينګ شي. چين د نړيوال پرمختګ د وړانديز د عملي کولو په بهير کې د اسرائيل د ګډون هر کلی کوي او تل يې دا دريځ غوره کړي  چې اسرائيل او فلسطين بايد (د دواړو هېوادونو لايحې )پربنسټ د خبرو اترو له لارې په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

 هرتسک وويل چې اسرائيل تل د يو چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي او له چين سره د دوستانه اړيکو د لاټينګولو لپاره هلې ځلې کوي.اسرائیل غواړي چې له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د دېرشمې کاليزې په مناسبت د يو لړ فعاليتونو د تر سره کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)