د چين خارجه وزير له خپل جاپاني سيال سره تليفوني خبرې وکړې
CMG2021-11-19 11:21:23
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۱۸ مه نېټه د جاپان له خارجه وزير يوشيماسا هیاشي سره تلیفوني خبرې وکړې.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې وروسته له هغه چې ښاغلي فوميو کيشيدا د جاپان د لومړي وزير په توګه دنده پيل کړې، د دواړو هېوادونو مشرانو هم فعالې خبرې کړې دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جاپان خارجه وزيرفوميو کيشيدا موافقه کړې چې د نوې زمانې له غوښتنې سره سم به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته پرمختګ ورکړي. نو دواړه هېوادونه اوس پلان لري، چې خپلمنځي اړيکې يې سالم او ثابت پرمختګ ومومي.

وانګ يي زياته کړه، چې جاپان او امريکا ملګري دي او چين او جاپان ګاونډيان دي. چين او امريکا اوس د خپلمنځي اړيکو د راتلونکي پرمختګ په اړه په مشورې بوخت دي، چین هيله لري چې جاپان هم خپلو او د سيمې ګډو ګټو ته په کتو له چين او امريکا سره خپلې اړيکې پرمخ يوسي.

يوشيماسا هیاشي وويل، چې جاپان به له چين سره خبرو ته دوام ورکړي، خپلمنځي همکارۍ به پياوړې او جنجالونه به ښه کنټرول کړي، د نړيوالو ننګونو د لرې کولو لپاره به ګډ مسئولیت پر غاړه واخلي او  د مشرانو هغه موافقه به عملي کړي، چې له مخې يې چين او جاپان بايد يو بل ونه ګواښي.