چين د يو اړخيزو بنديزونو له لارې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت څرګند کړ
cri2021-11-19 11:30:21
شريکول:

د امريکا ماليې وزارت په دې وروستيو کې پر ايريتريا (Eritrea) د بنديز لګولو پرېکړه اعلان کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جان لي جيان د نومبر په ۱۸مه نېټه په دې اړه وويل، چې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ تګ راتګ بايد له نړيوالو قوانينو او اصولو سره سمون ولري، د يو اړخيزو بنديزونو له لارې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې د منلو وړ نه دي او دا د چين هميشنی دريځ دی. ځکه يو اړخيز بنديزونه نه يوازې د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره ښې اغېزې نه لري، بلکې د اړوندو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ د ويجاړېدو او د خلکو ژوند د خرابېدو سبب هم ګرځي.

د مالوماتو له مخې، د امريکا ماليې وزارت د نومبر په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايريتريا پر پوځ، واکمن ګوند او د ولسمشر د اقتصاد مشاور په ګډون ۴ ارګانونو او ۲ شخصيتونو باندې بنديزونه لګول دي. (شکريه)