شي جين پينګ د چين د انټرنيټي تمدن لومړۍ غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2021-11-19 14:26:45
شريکول:

د چين د انټرنيټي تمدن لومړۍ غونډه د نومبر په نولسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په دغه پيغام کې د يادې غونډې د جوړېدو په مناسبت مبارکي او د غونډې ګډونوالو ته تود هرکلی څرګند کړی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې انټرنيټي تمدن د ټولنيز تمدن مهمه موضوع او د انټرنيټي چارو په برخه کې د پياوړي هېواد د ابادۍ يوه برخه ده. چين له تېرو څو کلونو راهيسې په انټرنيټي شبکه کې د موضوعاتو د ابادۍ، د ښه سلوک او چلند د هڅولو او د ادارې د بشپړوالي له لارې د انټرنيټي تمدون پرمختګونه تر لاسه کړي او په راتلونکي کال کې به د پرمختګ او ادارې پر جامع پلان ټينګار وکړي او په انټرنيټي شبکه کې به د مثبتو ځواکونو او اغېزو د راټولولو لپاره هڅې وکړي.

په دغې غونډې کې په انټرنټي چارو کې د چين د اړوندو ادارو مسئولينو، د تصديو او ټولنو استازو، کارپوهانو او ځينو انټرنيټ کاروونکو ګډون کړی دی.