د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۸ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړې چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۸ مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۲۷ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۵۵۹۴۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۵۴۸۴۷۰۶۵ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۱۲۰۷۱۲ ته رسېدلی چې د تېرې ورځې په پرتله ۷۹۹۰ زيات شوی دی.
(مينه)