ليتوانيا بايد د خپلو ناوړو کړنو هر مسؤولیت پر غاړه واخلي
CMG2021-11-19 22:01:19
شريکول:

د ليتوانيا حکومت په دې وروستيو کې د چين له کلک مخالفت او څو ځلو غوښتنو سره سره د تايوان سيمې ادارې ته اجازه ورکړې، چې په ليتوانيا کې د تايوان د تش په نوم نماينده ګۍ دفتر جوړ کړي. د ليتوانيا دغه کړنه د يو چين د پېژندنې له اصل څخه څرګنده سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده. ليتوانيا له چين سره د ديپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو په اعلاميه کې خپلې سياسي ژمنې پرې اېښي. چين به د خپل ملي حاکميت او د خاورې د بشپړتيا د ساتلو لپاره هر اړين تدبير ونيسي. ليتوانيا بايد د خپلو ناوړو کړنو هره نتيجه  پر خپله غاړه واخلي.