انګيلا میرکل: له چين سره د اړيکو پرېکون ناسم دی
CMG2021-11-19 10:56:19
شريکول:

د جرمني  سرپرستې صدراعظمې انګيلا ميرکل له چين سره د اړيکو پرېکون ناسم بللی او ويلي يې دي، چې دا به جرمني او اروپا ته زيانونه ورسوي او جرمني او اروپايي ټولنه دې له چين سره ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۱۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د میرکل د يادو خبرو په اړه وويل، چې د نړيوالتوب په زمانه کې متقابل درناوی، مساوات ، متقابلې زده کړې او ګډې ګټې د نړيوالو اړيکو مهم اصل بلل کيږي.