پوتين: د روسیې او چين اړيکې د تاريخ تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلي
CMG2021-11-19 10:55:54
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۱۸ مه نېټه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه غونډه کې ويلي چې د روسيې او چين تر منځ اړيکې د تاريخ تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلې دي.

نوموړي زياته کړې چې په ۲۱ مه بېړۍ کې د روسيې او چين تر منځ اړيکې نورو هېوادونو ته يوه نمونه ده. روسيه او چين به خپلمنځي سياسي او اقتصادي همکارۍ نورې هم پراخې کړي او هڅه به وکړي چې نړيولې چارې په همغږۍ پرمخ يوسي.

(مينه)