چين: د امريکا راپور له ناپوهۍ او غرور څخه ډک دی
CMG2021-11-19 10:58:32
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان ويلي، چې د چين د اقتصاد او امنيت په اړه د امريکا د څار کمېټې راپور د جعلي معلوماتو او قصدي بدنامۍ له مخې جوړ شوی او ترې څرګنديږي، چې دغې کمېټې له اوږدې مودې راهيسې د چين وضعيت نه دی درک کړی او يا يې هم سترګې پرې پټې کړې دي.

نوموړي وويل، چې امریکا دې د سړې جګړې او زيرو سم لوبې مفکوره له ذهنه لرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او همکارۍ لپاره دې زيات کارونه وکړي.