ليان هه ځاو باو ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د فايزر، بايونتيک او مودرنا شرکتونو پر شتمنو هېوادونو ګڼ شمېر د کرونا وبا ضد واکسين پلورلی او په هرې دقيقې کې يې شا خوا ۶۵ زره ډالر ګټلي دي، خو د دې تر څنګ دغو کمپنيو د بېوزلو هېوادونو پر اړتياوو سترګې پټې کړي او اوس دغه هېوادونه د واکسين له لوی کمبود سره مخ دي.
د واکسين د ولسي واحد ټولنې يو راپور ښيي، چې په روان کال کې به د نوموړو دريو کمپنيو عمومي ګټې ۳۴ ميليارډو امريکايي ډالرو ته ورسيږي. د ټيټ عايد لرونکو هېوادونو ته د فايزر او بايونتيک له خوا د برابر شوي واکسين اندازه د دغو ۲ کمپنيو د عرضې د عمومي اندازې له ۱ سلنې څخه کمه ده او د مودرنا له خوا د برابر شوي واکسين اندازه د دغې کمپنۍ د عرضې د عمومي اندازې له صفر اعشاريه دوه سلنې سره برابره ده.