امريکا بايد د چین له سرې کرښې څخه تېره نشي
cri2021-11-19 10:08:46
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره مجازي ناسته وکړه. دا د دواړو مشرانو  لومړۍ انلاين ناسته وه او د چین او امريکا د اړيکو پرمختګ د ستراتېژیکو، هراړخيزو او بنسټيزو موضوعاتو په اړه يې د نظريو ژورې تبادلې وکړې او ناستې يې ستر اهميت څرګند کړی دی.

د تایوان مسئله د چین او امريکې په اړیکو کې تر ټولو ستر حساسیت یاد شوی، رئيس شي جين پينګ له خپل امريکايي سیال سره په خبرو کې وويل، چې د تایوان تنګې وضعیت له نوې ترینګلتیا سره مخ دی او لاملونه يې دا دي، چې د تایوان سيمې چارواکي پر امريکا تکيه لري او له چین څخه د جلا کېدو موخې د ترسره کولو لپاره ډېرې بدې کړنې غوره کوي او د امريکا ځيني سياستوال هم د تایوان تنګي وضعیت خرابېدو ته په تمه دي او له همدې لارې غواړي، د چین د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. په حقيقت کې د دوی دغه تمايل ډېر خطرناک دی، له اور سره لوبې کوي او خامخا به پکې ټول سوځي. امريکا بايد د تایوان مسلې په تړاو د چین د مخنيوي ممکنه نتیجه جدي تر غور لاندې ونيسي.

 تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده او هېڅوک او هېڅ ځواک دغه واقعیت نه شي بدلولی. د چین حکومت او خلکو څو ځلې نړۍ ته په ډاګه کړې، چې د تايوان مسئله د چین له مرکزي ګټو سره تړاو لري او هېڅ بهرني ځواک ته اجازه نه ورکوي، چې له دغې سرې کرښې يې پښې واړوي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن په یاد ويډيويي ملاقات کې رئيس شي جين پينګ ته بيا ډاډ ورکړ، چې د امريکې حکومت تل د یو چین د پېژندنې تګلاره پلې کړې او له چین څخه د تایوان له جلا کېدو څخه به ملاتړ ونه کړي.

په حقیقت کې د چین او امريکا په دريو تړونونو کې، چې ۴۰ کاله مخکې لاسليک شوي، دغه اصول او محتویات ښه پکې په ډاګه شوي دي، خو د امريکا ځيني سياستوال له دغو اصولو سره سره په دوامداره توګه د تایوان مسئلې په هکله نامسئولانه ویناوې او کړنې ترسره کوي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې  سختې زیانمنې شوې دي.

 د ټرمپ په مشرۍ د امريکا د پخواني حکومت ځينو چارواکو څو څو ځلې د تایوان تنګې سيمې د وضعیت د خرابولو لپاره ناوړه ويناوې او کړنې ترسره کړي. ټرمپ د خپل حکومت د مودې تر ختمېدو مخکې د تایوان تضمین تش په نوم مصوبه لاسليک کړه او غوښتل يې، چې د تایوان په اړه د خپلو راتلونکو لمسونونکو کړنو لپاره قانوني ملاتړ برابر کړي. د دغو چارواکو بدنیت ډېر د غندنې وړ دی. وروسته د امريکا د حکومت چارې جوبايډن ته وسپارل شوي او د ده په مشرۍ  د امريکې حکومت په رسمي صحنه کې د یو چین د پېژندنې اصول څرګند کړي، خو د پردې تر شا یې بيا هم ډېرې بدې کړنې ترسره کړې دي.

د سږ کال په جولای میاشت کې د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن، مرستيالې وزيرې وندي شيرمن او د دفاع وزير لوید اوستین د چین له تیان جین ښار څخه د ليدنې تر پای ته رسيدو، یوازې دوه ورځې وروسته، د دغه هېواد ولسي جرګې د یوې مصوبې په تصويبولو سره دا منع وګرځوله، چې د امريکې حکومت بايد داسې نقشه جوړه نه کړي، چې پکې تایوان د چین يوه برخه بلل کيږي او په عین وخت کې يې دا وړانديز هم وکړ، چې انتوني بلینکن دې له تايوان سره مرسته وکړي، څو د روغتیا نړیوال سازمان کې د څارونکي حیث ترلاسه کړي.  جوبايډن تېره میاشت له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې امريکا به د تایوان دفاع وکړي. د امريکې حکومت په یو لړ کړنو سره د چین او امريکې له تړونونو څخه سرغړونه کړې او د چینایانو احساسات يې راپاراولي دي.

رئيس شي جين پينګ د امريکې د یواړخیزو کړنو په اړه د چین جدي دریځ څرګند کړ او و يې ويل، چې موږ غواړو د خپل هېواد سوله ييز یووالي لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړو، خو که اړوند ځواک له چین څخه د تایوان د جلا کېدو لپاره لمسوونکې کړنې ترسره کړي او له سرې کرښې څخه پښه واړوي، نو بیا به مجبور وو، چې ځوابي تدبيرونه ونيسو.

که څه هم بايډن په دغه ويډيويي ملاقات کې یو ځل بيا د یو چين د پېژندنې تګلارې د پلې کولو ژمنه وکړه، خو ایا امريکا به خپله ژمنه پوره کړي؟

چينايان دې ته سترګې په لار دي.

چينايان د خپل هېواد حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د ساتلو په اړه ټينګه اراده لري. د امريکې حکومت بايد د تایوان مسئلې په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي او همدا د دوی سم انتخاب دی.