شي چين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره لوری روښانه کړ
CRI2021-11-20 11:54:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د پروژو د ابادۍ په سمينار کې پر دې ټينګار کړی، چې چين به د باکيفيته او دواملرونکي پرمختګ او د خلکو ژوند ته د ګټو رسولو په موخه تجارتي لارې پراخې کړي، له شاوخوا هېوادونو سره به تجارتي پيمانه لويه کړي، د غوره توليداتو د وارداتو هڅه به وکړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ کېدو او اسانه کېدو سويې لوړې کړي او د سوداګرۍ  برابر او ګډ پرمختګ به ومومي

شي جين پينګ په ياد سمينار کې وويل، چين به د دريو او څو اړخيزو خواوو بازارونو تر منځ همکارۍ پراخې کړي، د توليدي انرژيو په برخه کې به نړيوالې همکارۍ وکړي، د پيسو تبادلوي چارې به چټکې کړي، د پرمختللو هېوادونو د پولي څانګو ګډون به راجلب کړي، د پانګونو څو اړخيز سيستم به بشپړ کړي او د بېلا بېلو خواوو تر منځ  کلتوري تګ راتګ پیاوړی کړي.

د نړيوال بانک د راپور له مخې، اټکل کيږي چې د يو کمربند او يوې لارې پلان له لارې به ۷ ميليونه او ۶۰۰ زره کسان له ډېرې بېوزلۍ څخه او ۳۲ ميليونه کسان به د منځنۍ کچې له بېوزلۍ څخه ووځي.چين د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر تر پايه پورې نړيوالې ټولنې ته څه باندې ۱ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی دی.