د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۹ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه، چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۵۳۲۴۹۶۳ ته رسېدلی دي.
د مالوماتو له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۹ مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۵۰ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۴۸۰۹۰ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۵۵۳۲۴۹۶۳ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۱۲۷۶۹۶ ته رسېدلی، چې د تېرې ورځې په پرتله ۶۷۳۴ زيات شوی دی.
(مينه)