د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د فکري ارګانونو لومړی فورم په بېجينګ کې تر سره شو
cri2021-11-20 11:24:12
شريکول:

د چین او د منځنې اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د فکري ارګانونو لومړی فورم د نومبر په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو، چې عمده موضوع يې د افغانستان د نوي حالت او د منځنۍ اسيا امنيت او پرمختګ دی. د چین او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ډيپلوماتانو او د فکري ارګانونو استازو په انلاين او اوف لاين ډول په دغه فورم کې ګډون وکړ. د فورم برخه والو وويل، چې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد په افغانستان کې له بشري بحران سره فعاله مقابله وکړي تر څو د افغانستان وضعيت په ثابت ډول وساتل شي. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يوو چنګ په دغه فورم کې وويل، چې په افغانستان کې د وضعيت له بدلون څخه بيا ښکاري، چې په پوځي لارو چارو د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه او واک سياست او د تش په نامه ”ديموکراتيک بدلون“ په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره يوه مناسبه لاره نه ده.اوس افغانستان له بشري بحران سره مخ دی. د افغانستان مسئلې په هکله د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو دريځونه ورته دي او هيله من دي، چې په دغه هېواد کې ټولشموله سياسي جوړښت جوړ شي. هغه زياته کړه، چې د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه چين په فعاله توګه له افغانستان سره لازمې بېړنۍ مرستې کړې او له افغانستان سره د ۲۰۰ مليونو يوانو په ارزښت د بشري مرستو په برابرولو لاس پورې کوي.

 دغه راز د فورم ګډونوالو څرګنده کړه، چې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد يووالی او همکارۍ پياوړې کړي او له افغانستان څخه دې ملاتړ وکړي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.(غاټول)