وانګ يي: د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د نړۍ له برخليک سره تړاو لري
cri2021-11-20 16:36:29
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په شلمه نېټه د فکري ارګانونو په نړيواله انلاين غونډه کې د چين او امریکا ترمنځ د اړيکو په هکله د چين دريځ بيان کړ.

وانګ يي وويل، چې په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد او تر ټولو لوی پرمختللي هېواد په توګه چين او امريکا باید خپلمنځي اړيکې په ښه توګه حل کړي، چې دا د نړۍ له برخليک سره تړاو لري. دغه راز د نومبر په ۱۶مه نېټه رئیس شي جين پینګ د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره صميمي او ارزښتناکه ويډيويي ليدنه وکړه. په دې کتنه کې رئيس شي جين پینګ هغه اصول وړاندې کړل، چې چين او امريکا بايد يو بل ته درناوی ولري، په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي او د همکاريو له لارې دې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي. پر دې بنسټ هغه هم په څلورو برخو کې د چین او امريکا لوريو هڅې تائید کړې دي. د ده له خبرو څخه ښکاري چې د چین مشرانو له امريکا سره د اړيکو پرمختګ تر غور لاندې نیولی او د دغو اړيکو د راتلونکي لوري لپاره يې بنسټيز چوکاټ ټاکلی دی.

ده زیاته کړه، چې متقابل درناوی د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ بنسټيز شرط دی. هر هېواد خپل ځانګړی کلتور او خپلې کليدي ګټې لري او هم له خپلو مشخصاتو سره سم د ټولنيز او پرمختيایي لارې د انتخابولو حق لري. نو بېلا بېل هېوادونه بايد په ټولشمولې رويې سره يو بل ته درناوی وکړي.(غاټول)