د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو د چمتوالي کارونه روان دي
cri2021-11-20 11:12:03
شريکول:

د نومبر په ۱۹ مه نېټه د چين په جانګ جيا کو ښار کې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو د بياتلون ملي مرکز(National Winter biathlon Center)په مصنوعي ډول د واورې جوړول پيل کړي، چې پراخوالی يې يو لک او دېرش زره مربع متره دی. له دې کبله د يادو لوبو د سياليو په ټولو تر سره کېدونکو ځايونو کې د واورې جوړول شروع شوي تر څو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو اړوندې سيالي تضمين شي. د معلوماتو له مخې لوبغاړي به د بياتلون په ملي مرکز کې د سرو زرو ۱۱مډالونو د تر لاسه کولو لپاره سيالي وکړي.(غاټول)