د افغانستان سیاسي شنونکی: د چین او امریکا ترمنځ اړیکې بې له شکه پر نړۍ، په تېره بيا پر افغانستان اغيزه کوي
cri2021-11-20 11:28:02
شريکول:

د نومبر په ۱۶مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ څخه په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ويډيويي غونډه وکړه او دواړو خواوو پر نړیوالو او سيمه ييزو مسئلو او دغه راز د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په  اړه د نظریو تبادلې وکړې. دغې غونډې د نړيوالې ټولنې او د بېلا

بېلو خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړې ده. په دې وروستيو ورځو کې د چين د ميډيا ګروپ خبريالې د افغانستان له سياسي شنونکي حفيظ الله علی خيل خپلواک سره مرکه وکړه. هغه د دغې غونډې په هکله وويل،چې د چین او امريکا ترمنځ اړيکې بې له شکه پر نړۍ،په تېره بيا پر افغانستان اغېزه کوي.

له دغې غونډې مخکې د چین د بهرنيو  چارو وزير وانګ يي په روم کې له خپل امریکایي سیال انتوني بلينکن سره ملاقات وکړ او بيا يې ور سره ټليفوني خبرې هم وکړې. د ښاغلي خپلواک په اند د چین او امريکا ترمنځ د بهرنیو چارو وزيرانو ترمنځ کتنې د دغې ويډيويي غوندې د تر سره کولو لپاره زمينه برابره کړې ده. هغه په مرکې کې وويل، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره هغه مهال زمینه برابره شوه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلينکن له خپل چینایي سیال سره د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د مجازي غونډې پر چمتووالي سره موافقې ته ورسېدل .دا د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ويډيويي غونډې د بريالۍ کېدو لپاره بنسټ ايښودلی دی.

د چين او امريکا د ګډو هڅو له کبله د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ ويډويي غونډه د نومبر په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. دواړو مشرانو په درې نيم ساعته غونډه کې د خپلمنځي اړيکو، له اقليمي بدلون سره د مقابلې، د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول، د تايوان مسئلې او د ايران د ذروي مسئلې او د افغانستان د وضعيت په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې. ښاغلي خپلواک د دې غونډې د ارزيابۍ په ترڅ کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ له خپل امریکايي سيال سره پر ځېنو مهمو مسئلو خبرې کړې، لکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتيا، د تايوان مسئلې، د اټومي وسلو او اقتصادي مسايلو په باب يې بحث وکړ، چې  په دې سره به د دغو دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د نانندریو او د یو پر بل د تورنو لګولو لړۍ هم راکمه شي.دا څرګنده ده چې داوړه مشران له دغې غونډې خوښ دي او د رئيس شی او ولسمشر بايډن ترمنځ لیدنې به په راتلونکې کې  ادامه پیدا کړي او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه به د خبرو له لارې  تفاهم ته ورسېږي. دغه شان غونډې به د چین او امریکا تر منځ د را پیدا شوو سیاليو لپاره مسؤلانه مدیریت وي.

د چين او امریکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې د تر ټولو مهمو دوه اړخيزو اړيکو په توګه ګڼل کيږي، چې نه یوازې پر دغو دوو هېوادونو بلکې پر نورو هېوادونو هم اغېزه کوي.که دا اړيکې په سمه توګه  ادامه ولري، نو دا به د افغانستان په شمول د ګاونډيو هېوادونو پر پرمختګ مثبته اغېزه وکړي. په دې هکله ښاغلي خپلواک وويل، چې د چین او امریکا ترمنځ وروستيو اړيکو ته په کتو سره دغه دوه هېوادونه په ځينو برخو لکه د ترهګرۍ او افراطيت په برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ، ډېر د نظر اختلافات نه لري، خو په اقتصادي برخه کې بيا له یو بل سره سيالي لري. يوه بېلګه دا وه، چې د پخواني حکومت په موده کې امريکا د لوګر ولايت د ميس عینک د سترې پروژې د پلي کولو په بهير کې د چیني تصدۍ پر وړاندې خنډونه اچولي وو، چې له دې کبله چين نشو کولای له افغان پخواني حکومت سره شوی قرارداد عملي کړي. امريکا وېره لري، که چين له افغانستان سره دوستانه اړيکې وساتي، نو له دې لارې به پر افغانستان اغېز پرې باسي. که دغه دوه هېوادونه د افغانستان د مسئلې په هکله ګډ نظر ونه لري، نو دا به د دې مسئلې د حل وفصل لپاره ګټور نه وي. زما په اند که دوی په دې اړه د نظر ډېر توپيرونه ولري، امریکا ښايي د چین ګټې په دغه هېواد کې وننګوي او یا به تر راتلونکي پسرلي پورې د یوه نوي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره له ټولو ډيپلوماتیکو او پوځي لارو نه کار واخلي او بد عواقب به یې افغان ولس پرېکوي، چې له تېرو څلورو لسېزو راهیسې له جګړو او ناامنیو کړیږي. نو د چين او امريکا ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې د افغانستان د مسئلې د حل وفصل لپاره ډېرې مهمې دي.