چين ګانګ: چين د بېلا بېلو نړيوالو مسئلو او ستونزو د رامنځته کېدو لامل نه دی
cri2021-11-20 11:15:36
شريکول:

په امريکا کې د چين سفير چين ګانګ د نومبر په ۱۸مه نېټه په خپلو خبرو کې وويل، چې په وروستيو کلونو کې نړيوالې ټولنې پر نړيوال نظام د چين پرمختيايي اغيزې ته ډېره پاملرنه کړې ده. امريکا څو ځلې ويلي، چې د چين په اړه د امريکا د تګلارې موخه د اصولو پربنسټ د نړيوال نظام ساتل دي او په دې ترڅ کې بايد  ترانسپورټي اصول“ تضمين شي، مګر دغه اصول څه ډول دي او د چا له خوا ټاکل شوي او د اصولو د پلي کولو په ترڅ کې چا د ترانيسپورټي پوليسو دنده پر غاړه اخيستي؟ په دې هکله امريکا هېڅ نه دي ويلي. چين ګانګ وويل، چې پنځوس کاله دمخه په م م کې د نوي چين قانوني څوکۍ اعاده شوه. په تېره نيمه پيړۍ کې چين تل د اصولو مراعات کړی او خپل نړيوال مسؤليت يې پر غاړه اخيستی، تل د نړيوالې سولې جوړوونکی، د نړيوال پرمختګ لپاره خدمتګر، د نړيوال نظام ساتونکی او عامه توليدات برابرونکی دی. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې د يوه چين د پېژندلو اصول نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ بلکې د نړيوالو اړيکو او د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې دي او د اوسني نړيوال سيستم او نظام يوه مهمه برخه هم ګڼل کيږي. هره هغه دسيسه چې د م م د عمومي اسامبلې له ۲۷۵۸ م پرېکړه ليک او يادو اصولو څخه سرغړونه کوي، بې ځايه ده او له ناکامۍ سره مخ شي.(غاټول)