وانګ يي: چين هېڅکله د تايوان بېلتون غوښتونکو ته اجازه نه ورکوي، چې خپله خاوره جلا کړي
cri2021-11-20 16:33:30
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د نومبر په شلمه نېټه د فکري ارګانونو په نړيواله غونډه کې د تايوان مسئلې په هکله د چين دريځ بيان کړ.

وانګ يي وويل، چې د تايوان چارواکو دسيسه جوړه کړې، چې پر امريکا د تکيه کولو له لارې د تايوان خپلواکي تر لاسه کړي او ځيني امريکايي سياستوال هم غواړي، چې د تايوان مسئلې په پلمه د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي. ده زیاته کړه، چې رئيس شي جين پينګ د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ په ويډيويي غونډه کې د يادې کړنې په اړه خبرداری ور کړی او د چين ټينګ دريځ يې بيان کړی دی. په نړۍ کې یوازې یو چین دی او تایوان د چین یوه برخه ده.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې مونږ به تر خپلې وسې پورې د سوله ييز وحدت د رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې وکړو، خو هېڅکله به د تايوان بېلتون غوښتونکو ته اجازه ور نه کړو چې خپله خاوره جلا کړي

هغه پر دې ټينګار وکړ، چې د تايوان له بېلتون غوښتونکو سره د چين د سترې برخې رويه څرګنده او روښانه ده. که دغه رويه لا څرګنده وي او د تايوان د خپلواکۍ د مخنيوي لپاره تدبيرونه لا جدي وي، نو د چين سوله ييز وحدت به را شي او د تايوان تنګي په دواړو غاړو کې به د سولې او ثبات د رامنځته کېدو امکانات زیات او په اسيا او ارام سمندري سيمې کې به سوله او سمسورتيا تضمين شي.