روسيه: د کډوالو بحران د حل وفصل لپاره د بيلاروس او اروپايي ټولنې ترمنځ مستقيم تماس ته اړتيا ده
cri2021-11-20 11:20:03
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د نومبر په ۱۹مه نېټه وويل، چې د بيلاروس او پولنډ ترمنځ په پوله کې د کډوالو کړکيچ حل وفصل د بيلاروس او اروپايي ټولنې ترمنځ مستقيم تماس ته اړتيا ده. د روسيې خبري رسنيو د پيسکوف په قول ويلي، چې په ياده پوله کې د کډوالو د بحران حل وفصل وخت نیسي، تر اوسه پورې د دې بحران د حل لپاره کومه لاره چاره نه ده پيدا شوې، خو دا کافي نه ده چې دغه ستونزه يوازې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د بیلاروس د ولسمشر لوکشينکو ترمنځ د تبادلې له لارې حل شي.د ولسمشر لوکشينکو او د اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ مستقيم تماس ډېر مهم دی. د روسيې ولسمشر پوتين په همدې ورځ له لوکشينګو سره ټليفوني خبرې وکړې.(غاټول)