د يمن حوثي وسله والو د بې پيلوټه الوتکو په واسطه په سعودي عربستان کې پر څو هدفونو بريد وکړ
CRI2021-11-21 11:48:18
شريکول:

د يمن حوثي وسله والو د نومبر په ۲۰مه نېټه ويلي، چې دوی په همدې ورځ د بې پيلوټه الوتکو په واسطه چې ورباندې بمونه اېښي و، د سعودي عربستان پر څو هدفونو بريد وکړ.

د يمن د حوثي وسله والو تر کنټرول لاندې د ال ماسيراح ټلويزيون د خبر له مخې، د حوثي وسله والو وياند يحيه سريا په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د څو هېوادونو د ائتلافونو د نظامي فعاليتونو په وړاندې حوثي وسله والو د سعودي عربستان د خاميس موشايټ ښار د خالد پاچا په نوم د هوايي پوځ اډې او د جيداح د نړيوال هوايي ډګر په شمول پر څو هدفونو بريد وکړ.