چين له ليتوانيا سره ډيپلوماتيکې اړيکې د شارژدافيرانو کچې ته ټيټې کړې
CRI2021-11-21 16:55:49
شريکول:


د چين د بهرنيو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلاميه

د چين د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې له ليتوانيا سره یې ډيپلوماتيکې اړيکې د شارژدافيرانو کچې ته ټيټې  کړې.

ليتوانيا د نومبر په ۱۸مه نېټه په دغه هېواد کې د تش په نامه د تايوان ځايي حکومت د يوې نماينده ګۍ له پرانيستلو سره موافقه وکړه او چين ورسره ټينګ مخالفت کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ليتوانيا د يو چين پېژندنې له اصولو څخه سرغړونه کوي او له چين سره د اړيکو د جوړېدو په اعلاميه کې خپلې کړې ژمنې پلې نه کوي. د ليتوانيا دغه کړنه د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا زيانمنوي او د چين په کورنيو چارو کې بربنډه لاسوهنه کوي، نو چين ياده پرېکړه وکړه.