د لیتوانیا د اقتصاد او نوښت وزير اوسريني ارمونايټي د نومبر په ۱۹مه نېټه د رويټرز خبري اژانس خبريال ته ویلي، چې دغه هېواد به په راتلونکې اونۍ کې د امريکا د وارداتو او صادراتو له بانک سره د ۶۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د صادراتو د کريډيټ تړون لاسليک کړي.
رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې دې ته اشاره کړې، چې لیتوانیا د تايوان مسئلې له امله چين په غوسه کړ، نو ښايي چې له امريکا څخه تجارتي ملاتړ تر لاسه کړي.
د ليتوانيا حکومت د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه ويلنيوس کې تش په نامه د تايوان ځايي حکومت د يوې نماينده ګۍ له پرانيستلو سره موافقه وکړه. د چين حکومت د لیتوانیا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت او سخت احتجاج کوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې په دې هکله وويل، چې ليتوانيا د چين د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا زيانمنه کوي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. چين به د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا د ساتنې لپاره اړين تدبيرونه ونيسي.
لیتوانیا روان کال د چين په هکله په خپلو تګلارو کې بد نيت ښودلی دی. د زيات شمېر نړيوالو خبري رسنيو او شنونکو په اند، دغې کړنې له امريکا سره تړاو لري.