د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ډېرو خلکو ته ګټې رسوي
cri2021-11-21 11:54:34
شريکول:

د تايلنډ د انلاين سوداګريزو اعلانونو مشهورې وياندې شين لي لي په خوښۍ سره وويل، چې "دا ځل، موږ د پخوا په پرتله ډېرې پيسې  ګټلي. چينايان د تايلنډ د سویا شیدو په شمول محصولات  ډېر خوښوي او د تايلنډ خلک د چين جامې هم خوښوي. د جنوب ختيځي اسيا ۸ لکو سوداګرو په چين کې د ۲۰۲۱م کال د"۱۱.۱۱" د توکو اخيستلو په فيسټيوال کې ګډون درلود او سوداګريز حجم يې د تېر کال په پرتله دوه چنده زيات شوی دی. د "ورېښمو لارې د انلاين سوداګرۍ خوځنده ځواک او پټ توان د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې هېوادونو او سیمو خلکو ته ډېرې ګټې راوړي.

    د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په درېيمه غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت پرمختګ د اهدافو په اړه ټينګار وکړ او ويې ويل ، چې د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي د ډېرو فرصتونو ترڅنګ له ډېرو ننګونو سره مخامخ ده، ځکه نړيوال چاپيريال ورځ تر بلې پيچلی کېږي، موږ بايد په فعاله توګه له ننګونو سره ګډه مقابله وکړو او له زیانونو څخه دې مخنیوی وکړو.

    د نړیوال بانک د راپور له مخې، تمه کیږي، چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د يو کمربند او یوې لارې وړانديز په واسطه به په ټوله نړۍ کې ۷،۶ میلیونه خلک له شديدې بې وزلۍ او ۳۲ میلیونه وګړي له منځنۍ بې وزلۍ څخه  راوګرځي. وخت به ثابته کړي چې چينايان نه يوازې د ښه ژوند هيله لري، بلکې هيله لري چې د نړۍ خلک به ښه ژوند وکړي.