د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين لخوا د جلب شويو بهرنيو پانګونو ارزښت ډېر زيات شوی
cri2021-11-21 11:52:57
شريکول:

د روان کال له پيل راهيسې په چين کې د بهرنيو هېوادونو يو شمېر مهمې پروژې پلې  شوي، چې له دې څخه څرګندېږي بهرني سوداګر د چين په اړه خوشبين دي او په دغه هېواد کې پانګونه کوي.

شمېرنې ښيي، چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې په ټول هېواد کې د ۹۴۳،۱۵  مليارډو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې استعمال شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷،۸ سلنه زياتوالی ښيي. په چين کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د هېوادونو او د اسيان هېوادونو د تصديو لخوا واقعي پانګونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۳۰.۷ سلنه او ۲۹.۵ سلنه زياته شوې ده.

د چين د سوداګرۍ وزارت سروې ښیي، چې له ۳۰۰۰ لویو بهرنيو تصديو څخه 93.3سلنه يې راتلونکي پرمختګ ته خوشبینه دي.