د امريکا رسنيو حکومت ته خبرداری ورکوي چې د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي
cri2021-11-21 11:53:47
شريکول:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو کې يوه تبصره خپره کړه، چې پکې ويل شوي چې امريکا په تېرو دوو کلونو کې د کرونا وبا په وړاندې مبارزه کې نه ده بريالۍ شوې او د وېرې وړ خبره دا ده، چې امريکا لا هم له دغو ستونزو نه ده وتلې. د شکرانې ورځ را روانه ده او امريکا د قضیو د زیاتوالي له ننګونې سره مخ دي، که حکومت د وبا ضد خپله ستراتیژي بدله نه کړي، نو دوی به د ټایټانیک ټکټ په لاس کې ولري او دوی به په لوی خطر کې وي.

ویل کیږي چې اوس هره ورځ په امريکا کې له زرو څخه ډېر خلک د کرونا وبا له امله مړه کیږي او تر دې دمه له ۷۵۰ زرو څخه ډېر امریکایان د دې وبا له امله مړه شوي، چې دا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د مړینې کچه یې تر ټولو لوړه ده. د کرونا وبا د فشار ازموینه وه چې نږدې دوه کاله یې دوام وکړ ، خو امريکا ناکامه شوه. د دغه هېواد د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ډاکټر مارټین سیټرون دا حالت د "باور د افلاس" په توګه بیان کړ.