د سوډان د لنډمهالي حکومت صدراعظم عبدالله همدوک خپلې دندې ته ستون شو
CMG2021-11-22 14:47:35
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوډان د حاکميت شورا مشر عبدالفتاح البرهان او سرپرست صدراعظم عبدالله همدوک چې پخوا له خپل ماموريت څخه عزل شوی و، د نومبر په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې خرطوم کې سياسي اعلاميه لاسليک کړه او بېر ته خپلې دندې ته ستون شو. د يادې سياسي هوکړې له مخې د دغه هېواد د سرپرست صدراعظم په توګه د همدوک وظيفه بيا اعاده شوه او د ده په مشرۍ به د تخنيکي چارواکو خپلواکه کابينه جوړه شي.