تومس باخ: د بېجينګ المپيک ژمنۍ لوبې به د ژمنيو لوبو سبک او ځانګړتيا ته تلپاتې بدلون ورکړي
CMG2021-11-22 11:02:21
شريکول:

د المپيک نړيوالې کمېټې مشر تومس باخ د نومبر په ۲۱مه نېټه په دوبۍ کې د آسيا المپيک شورا په عمومي غونډه کې وويل، چې بېجينګ به په نړۍ کې لومړی ښار وي، چې د المپیک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربتوب کوي. اوس په بېجينګ کې د ۲۰۲۲م کال د المپيک د ژمنيو لوبو د تيارۍ بېلا بېلې چارې بشپړې شوي او د دغو لوبو بريالي تر سره کېدل به د نړيوالو ژمنيو لوبو سبک او ځانګړتيا ته تلپاتې بدلون ورکړي.