عبدالحميد دبيبه د ليبيا د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه
CMG2021-11-22 11:27:56
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا د ملي يووالي حکومت ( انتقالي حکومت) صدراعظم عبدالحميد دبيبه د نومبر په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې ترابلس کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته د نوماندۍ غوښتنليک وړاندې کړ او ورپسې يې اعلان وکړ، چې هغه به د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سيالي وکړي.

د ليبيا د سياسي ډيالوګ فورم د روان کال په فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د سويس په جنيوا کې د ليبيا لنډمهالي حکومت اداره انتخاب کړه او دبېبه يې د دغه حکومت د سرپرت صدراعظم په توګه وټاکه.

د لیبيا د ملي پوځ مشر خليفه حفتر او د لیبيا د پارلماني غړو خپلواک استازي عقيله صالح عيسی هم د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي دي.