شي جين پينګ: چين د اسيا تلپاتې ښه ګاونډی، ملګری او همکار دی
CMG2021-11-22 11:15:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۲مې نېټې په سهار له بېجينګ څخه په انلاين ډول د چين او اسيان ترمنځ د ډيالوګ اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې د يادغونډې مشري وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې د چين د يو مشهور شعر په يادولو سره وويل، چې د اوږدې لارې او ډېر وخت په تيرېدو سره به د يو وګړي رښتينې اراده او کوښښونه وپېژندل شي . هغه وويل، چې چين د آسيان هېوادونو ګاونډی، ملګری او ښه همکار و، دی او تل به وي. چين له ګاونډيو هېوادنو سره په ډيپلوماتيکو اړيکو کې اسيان ته لومړيتوب ورکوي، د اسيان له يووالي او ابادۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي، اسيان په سيمه ييز چوکاټ کې مرکزي مقام لري او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې ډېر مهم رول لوبوي.