د امريکايي خبري رسنۍ وايي، چې د روان کال تر اوسه پورې په امريکا کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر د تېر کال د عمومي رقم په پرتله زيات شوی دی.
د جان هاپکينز پوهنتون د شمېرنې له مخې، د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې په دغه هېواد کې د دغې وبا له امله لږ تر لږه ۷۷۰ زره او ۶۹۱ تنه مړه شوي دي.
د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز شمېرنه ښيي، چې په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله ۳۸۵ زره او ۳۴۳ تنه مړه شوي دي.
د تېر کال د اکتوبر په مارچ کې د امريکا په پلازمينې واشينګټن کې د کرونا وبا له امله د ۲۰۰ زرو امريکايانو د مړينې د ماتم مراسم تر سره شول.