د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۱مې نېټې په سهار له بېجينګ څخه په انلاين ډول د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې اسيان ترمنځ د ډيالوګ اړيکو د جوړېدو د ۳۰مې کليزې په يادغونډه کې ګډون او د دې غونډې مشري وکړه.
نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د چين او اسيا ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکې په رسمي توګه ټينګې شوې او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه يې اړولې ده. نوموړي باور وښود، چې دا اړيکې به سيمه ييزې او نړيوالې سولې، ثبات، سمسورتيا او پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک برابر کړي.