د بريټانيا مهشورکارپوه:د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نوښت د پرمخبيولو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ښه لاره ده
cri2021-11-22 15:52:20
شريکول:

د بريټانيا مشهور عالم مارتين جاکويس د چين د سي سي ټي وي له خبريال سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز تر لاسه شوې لاسته رواړنې به پر نړۍ ښه اغيزه وکړي. هغه زياته کړه چې دغه وړانديز د نوښت د پرمخبيولو لپاره يوه ښه لاره ګڼل کيږي او ټول بايد دغه وړانديز يوه ستره اوږدمهاله پروژه وبولي. اوس مهال که څه هم دغه پروژه د کرونا وبا له منفي اغيزو سره مخ ده، خو د پلي کېدو بهير يې نه دی بند شوی. چين په تېرو لسو کلونو کې د د ساينس او تخنيک ډېر پرمختګونه موندلي او د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د عملي کېدو په برخه کې به ياد تخنيک وکاروي.(غاټول)