چين له افغانستان سره د ژمنيو توکو مرسته وکړه
CMG2021-11-22 10:07:23
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو ځانګړی باور وړونکی اورګاډی، چې پکې ۱۰۰۰ټنه مرستندويه توکي بار وو، د نومبر په شلمه نېټه د چين د شينجيانګ له وو شي سټېشن څخه د افغانستان په لور وخوځيد. دغه توکي به د باروړونکي اورګاډي له لارې د شينجيانګ د قورغاس بندر ته او بيا د موټرونو له لارې د افغانستان مزار شريف ته وليږدول شي او ټول سفر به يې ۱۲ ورځې وخت ونيسي.

دا د چين درېيم ځانګړی باروړونکی اورګاډی دی، چې له شينجيانګ څخه افغانستان ته ځي. په دغه اورګاډي کې ۵۰ کنټينرونه بار دي، چې پکې د پمبه يي جامو، بوټانو، کمبلو او بړستنو، وچه ډوډۍ، پوډري شيدو او چای په ګډون شامل دي.

د دغو توکو د انتقال مسئول او د جه جيانګ ولايت د اورګاډيو ټولنې د نړيوال ټرانسپورټ شرکت مسئول ما چاو وويل، چې شرکت يې د دغو توکو په ليږدولو کې له اورګاډي او موټر څخه استفاده کوي، څو دغه مرستندويه توکي ژر افغانستان ته ورسيږي. دغه شرکت د روان کال د جون له پای راهيسې د باوروړونکو اورګاډيو له لارې د ۲۶۰۰ ټنو په وزن مرستندويه توکي او د ژوند او توليد نور مالونه د نړۍ ډېرو ځايونو ته ليږدولي دي.