د ملګرو ملتونو سرمنشي د لارو د خونديتوب غوښتنه وکړه
CMG2021-11-22 11:21:36
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د نومبر په ۲۱مه نېټه د لارو د ټرافيکي پېښو له امله د قربانيانو د ياد نړيوالې ورځې په مناسبت وينا وکړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل، چې د نړۍ د بېلا بېلو سيمو په سړکونو کې د خلکو د خونديتوب د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې په ګردې نړۍ کې په هرو ۲۴ ثانيو کې يو وګړی د لارو د ټرافيکي پېښو له امله وژل کيږي. په روان کال کې د لارو د ټرافيکي پېښو د قربانيانو د ياد نړيوالې ورځې اصلي موضوع پر دې متمرکزه وه، چې د ټرافيکي سرعت ټيټوالی د مرګژوبلې په مخنيوي کې مهم رول لوبوي، په تيره بيا په ټرافيکي پېښو کې د ځوانانو، ماشومانو او زړو کسانو د مړينې او سخت ټپي کېدو د مخنيوي لپاره مهم ارزښت لري.