د کډوالو نړيوال سازمان د نومبر په شلمه نېټه خبر ورکړی، چې د نومبر په اوولسمه نېټه د ليبيا په لويديځې بحري سيمې کې د يوې بېړۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۵ تنه کډوال مړه شوي دي. د ياد سازمان په قول، دغه کسان اروپا ته د ننوتلو په هڅه کې وو.
نوموړي سازمان په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې په دغه پېښه کې ۱۵ تنه کډوال د ځايي کب نيوونکو له خوا ژغورل شوي او د ليبيا لويديځ ښار زوارا ته ليږدول شوي دي.
د دغه سازمان په قول، له روان کال راهيسې په مديتراني سمندر کې د بېړيو د ډوبېدو له امله له ۱۳۰۰ تنو نه زيات کډوال مړه شوي دي.